ایکنانیوز د صدای الولایه له قوله راپورراکړ، د لبنان یو ه سیاستوال بشاره مرهج په صهیونیسټي رژيم دایران د اسلامی جمهوریت سخت ځوابي ګوزار په باب په یوه مطلب کې لیکلي دي،ځيني کسان او رسندوئې ټينګار کوي، چې د اسرائيلو په وسیله په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې دحملې په ځواب کې ددغه هیواد لوي عملیاتو(ریښتوني ژمنې) هیڅ اغیزې نه دي شیندلي ،بلکې یوه لویه آتش بازي وه چې صهیونیسټي رژيم ته ئې څه خاص محسوسیدونکو تاوانونه نه دي اړولي. په داسې حال کې چې حقیقت څه بل څه دی . ځيني کسان او هغه څه چې اسرائيلو په همداوروستیو شپو ورځو کې لیدلي دي ، ډيرې ژورې معناوې لري.
هغه زیاته کړه ، دا چې اسرائيل د حملې له ترسره کیدا څخه مخکې خبر کړئ شوی دی ، البته مجبوره شو څو څو دخپلو متحدانو له ټول توانه استفاده وکړي، وښودله چ ې په ځان له سر د ایران له حملې سره دمقابلې توان او وس نه لري.
د لبنان دغه سیاستوال دخپل مطلب په یوې بلې برخې کې لیکلي دي ، دایران میړنی اقدام یو واضح پیغام لري او هغه دا چې دغه هیواد د خپلو ډيپلوماټیکو مرکزونو او یا ګټو باندې دحملې په وړاندې غلی نه کيښني او تیار دی څو داسې هر ډول اقدام ته کلک ځواب ورکړي.
هغه د ایران د ځواب د پایلو او د هغو نفسیاتي اغیزو په باب چې پر صهیونیسټي ښاریزو ئې کړي دي ،ووئيل، د ایران دحملې په شپه دغه تیریګر رژيم رهبران او شخصیّتونه پناه ځایونو کې پټ شوي چې دا موضوع به په راتلونکي کې خپلې نفسیاتي اغیزې وشیندي او په تیره بیا دغه موضوع دصهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو په اپوټه مهاجرک :ې مشاهده کیدلی شي.